Banner

پاس په کمره ولاړه ګله: ټپيزې: حيران

08.04.2010 11:47

په لمر خاته ولاړه ګله
قربان سپېره ولاړه ګله
زما پر زړه ولاړه ګله
پاس په کمره ولاړه ګله
نصيب د چا يې اوبه زه درخېژومه

ګوره د پور خبره نه ده
دا د پېغور خبره نه ده
د سپين او تور خبره نه ده
مينه د زور خبره نه ده
که زړه دې نه وي بيا دې نه مجبورومه.

زړګی مې وينې شو اوبه شو
زره زره له بېلتانه شو
په کار مې رانغلو د غله شو
آرام د زړه مې پرې ونه شو
که مې له سترګو نه سرې وينې تويومه.

مينه د سترګو طراوت دی
عشق يو سپېڅلی بغاوت دی
حيف چې بېلتون لوی مصيبت دی
په جينکو کې دا عادت دی
لوګی بانه کړي ژړا يار پسې کوينه.

امرالله عزیزی 11.12.2012 13:33

سلامونه نیکی هیلی تاسو او ستاسو ملګروته وړاندی کومه یوه ټپیزه در لیږمه هیله ده چی مو خوښه شی:
شپه کړم شوګیری کړم چی سبا شی : دا رقیبان د ی ټول تباه شی : چی د نکریزو شپه دی راشی : زما د زړه په وینو سره کړه سپین لاسونه

ضياءالرحمن ضياء 10.04.2010 11:33

حيران صيب سلامونه او نېکې هيلې مې ومنه!
قدرمنه ټپييزې دې هر وخت لولم، ډېرې په زړه پورې دي او دا چې اوس ستا د ټپييزو يوه ټولګه هم چاپ شوې ده، نو د دغه نوښت له امله درته مبارکي وايم. خداى دې نور هم وس در کړي چې په همدې لاره کې لا زيات کار وکړې.
بله دا که په کابل کې که دغه ټولګه پيداکېږي، نو له چا او په کوم ځاى کې به يې ترلاسه کړم.
مننه

ضيا وروره سلامونه!

ګرانه د ټپيزو ټولګه چې اوس اوس د دانش خپرونديې ټولنې او په ننګرهار کې د ختيځې سېمې د لېکوالو او ژورنالېستانو د ټولنې د دواړو له خوا نه بېلا بېلا خپره شوې ده. که خېر وي په ننګرهار کې د پښتو موسېقۍ نړيوال سيمينار څخه وروسته به مارکېټ ته له نورو ډېرو کتابونو سره وړاندې کېږي او سمينار که خير وي د مارچ د مياشتې په اتلسمه نېټه پېل کيږي.

ورور دې حيران

ګل محمد آریوبي 09.04.2010 09:11

حیران صیب سلامونه: زما خو دې ټپیزې ډېرې خوښې شوې، که لږې ډېرې لرې د ټپیزو ټولګه چاپ کړه سم خوند به وکړي.
ګ آریوبي

اريوبي وروره سلامونه،

خوشال اوسې، ګرانه د ټپيزو ټولګه همدا اوس اوس چاپ شوه، چې  ( يو څلې بيا په دې لار راشه) يې نوم دى..

ورور دې  م.ح، حيران

درمان 08.04.2010 19:42

د ټپيزو د بڼ ملياره سلامونه مې ومنه .ګرانه د تل په څير دې دا ځل هم ټپيزې ډيرې په زړه پورې دي. ستا د لا بريا په هيله . او په اخيره کې درته دا يو بيت ډالۍ کوم.
نه لرمه ګرانه د ويلو الفاظ نه لرم
ستا د ښکلاګانو د ستايلو الفاظ نه لرم

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.